كوئټه۔ 24 نومبر (اے پي پي) د صوبې په بېلو ضلعو كښې يخ او اوچ موسم هغسې روان دے او په شمالي او بره سيمو كښې د سختې يخنۍ چپه روانه ده۔ د موسميات محكمې تر مخه د ګل په ورځ د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم يخ او اوچ ؤ ٬ دغسې په كوئټه ٬ قلات ٬ پشين ٬ مستونګ ٬ قلعه عبدالله او قله سيف الله كښې …
صوبه كښې يخ او اوچ موسم برقرار دے٬ كوئټه كشې د حرارت درجه منفي 4 ډګري ته راغله

مزید خبریں
كوئټه۔ 24 نومبر (اے پي پي) د صوبې په بېلو ضلعو كښې يخ او اوچ موسم هغسې روان دے او په شمالي او بره سيمو كښې د سختې يخنۍ چپه روانه ده۔ د موسميات محكمې تر مخه د ګل په ورځ د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم يخ او اوچ ؤ ٬ دغسې په كوئټه ٬ قلات ٬ پشين ٬ مستونګ ٬ قلعه عبدالله او قله سيف الله كښې د شپې او سهار وخت سخته يخني رېكارډ شوه۔ د موسميات محكمې واشك او پنجګور ضلعو كښې د سيلۍ امكان څرګند كړے دے۔ د نهې په ورځ هم صوبه كښې په مجموعي توګه د موسم يخ او اوچ پېشنګوئي شوې ده او بره او شمالي سيمو كشې د شپې په وخت به سخته يخني برقرار وي ۔ راپور تر مخه كوئټه كښې د لږ نه لږ د حرارت درجه منفي 4 ډګري سينټي ګرېد رېكارډ كړې شوه كومه چې د روان سيزن تر ټولو يخه ورځ ګرځولې شي۔









