پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پېښور په صدر روډ ډینز ټرېډ سېنټر ته مخامخ په اېف سي هېډ كوارټر د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې درې اېف اسي اهلكار شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شوي دي۔ د ريسكيو 1122 وياند بلال احمد فېضی له مخې د چاؤدنو اطلاع ترلاسه كېدو سره ریسکیو 1122 سمدستي كارروائي پېل كړه او 8 اېمبولېنسز، د اور مړ كولو ګاډي …
پيښور ٬ په ايف سي هيډ كوارټر د بريد اطلاع ترلاسه كيدو سره د ریسکیو 1122 ډلو سمدستي كارروائي ٬ ژوبل شوي كسان ايل آر ايچ ته منتقل كړے شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پېښور په صدر روډ ډینز ټرېډ سېنټر ته مخامخ په اېف سي هېډ كوارټر د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې درې اېف اسي اهلكار شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شوي دي۔ د ريسكيو 1122 وياند بلال احمد فېضی له مخې د چاؤدنو اطلاع ترلاسه كېدو سره ریسکیو 1122 سمدستي كارروائي پېل كړه او 8 اېمبولېنسز، د اور مړ كولو ګاډي او د ډیزاسټر ګاډو په شمول 50 څخه زيات اهلكار د پېښې ځاے ته ورسېدل۔ دغسې شهید شوي اهلكار سي اېم اېچ او ژوبل شوي لېډي ريډنګ روغتون (اېل آر اېچ) ته منتقل كړے شول۔









