لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د مركزي جمعيت اهلحديث امير سېنېټر حافظ عبد الكريم د هندي عالم دين اېم ارشد په بيان مثبت غبرګون څرګندولو سره وئيلي دي چې د ده بيان په هند كښې اقليتونو سره د امتيازي سلوك حقيقي عكاسي كوي۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې امير حافظ عبد الكريم ووئيل مسلمان د نیویارک او لندن میئر جوړېدے شي خو په هند كښې د پوهنتون وي سي …
د هندي عالم دين مولانا ايم ارشد بيان اقليتونو سره د امتيازي سلوك حقيقي عكاسي كوي: سينټر حافظ عبد الكريم

مزید خبریں
لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د مركزي جمعيت اهلحديث امير سېنېټر حافظ عبد الكريم د هندي عالم دين اېم ارشد په بيان مثبت غبرګون څرګندولو سره وئيلي دي چې د ده بيان په هند كښې اقليتونو سره د امتيازي سلوك حقيقي عكاسي كوي۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې امير حافظ عبد الكريم ووئيل مسلمان د نیویارک او لندن میئر جوړېدے شي خو په هند كښې د پوهنتون وي سي نه شي جوړېدے۔ ده ووئيل په پرمختګ كړې هېوادونو كښې مسلمانانو ته يو برابر موقعې وركولې شي او په هند كښې مسلمانانو لپاره اعلی منصبونو ته د تللو لارې او دروازې بندولې شي۔ ده ووئيل په هند كښې د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ له د اندېښنې وړ خبره ده۔ بلخوا پاكستان اقليتونو ته بشپړه آئيني تحفظ وركوي









