د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د حضرت موسی پاك شهيد مزار ته حاضري ٬ د مزار د پراختيا په لړ په روانو منصوبو د كار تندولو هدايت

ملتان ۔23 نومبر (اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د حضرت موسی پاك شهيد مزار ته حاضري وكړه او دغلته يۍ د مزار د پراختيا په لړ په روانو منصوبو د كار تندولو هدايت وكړو۔ هغه د مزار او د جومات د بېلو برخو معائنه وكړه او د ملتان ډپټي كمشنر وسيم حميد سندھو سره يۍ په منصوبه تفصيلي خبرې وكړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ …

ملتان ۔23 نومبر (اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د حضرت موسی پاك شهيد مزار ته حاضري وكړه او دغلته يۍ د مزار د پراختيا په لړ په روانو منصوبو د كار تندولو هدايت وكړو۔ هغه د مزار او د جومات د بېلو برخو معائنه وكړه او د ملتان ډپټي كمشنر وسيم حميد سندھو سره يۍ په منصوبه تفصيلي خبرې وكړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله اولس مشر د مركزي مزار په ډھانچه كښې د برآمدې په شاملولو او د جومات د تعمير په شمول په ټوله توسيعي منصوبه زر تر زره د كار بشپړولو په حاجت زور راوړو۔ دوئي هدايت وكړو چې د دربار په توسيعي منصوبه دې د كار رفتار تند كړے شي۔ دوئي تاكيد وكړو چې توسيعي منصوبه كښې دې د نوموړو انجينئرانو او اړوندو تكنيكي پوهانو خذمات په سمدستي ډول ترلاسه كړې شي۔ دوئي د سكيورټي انتظاماتو هم جاج واغست او ضروري هدايات يۍ جاري كړل۔ وسیم حامد سندھو باور وركړو چې په توسيعي منصوبه به كار ډېر زر پېل شي او د ټولو پړاؤنو به سخته نګراني كولې شي۔ په دې موقع سجاده نشين سید ابوالحسن جمال الدین ګیلانی، پخوانے اېم پی اے سید احمد مجتبیٰ ګیلانی، ډاکټر جاوید صدیقی، د اوقاف محکمې اېډمنسټرېټر سید ایاز الحسن ګیلانی او سید فیاض الحسن ګیلانی هم موجود ؤ۔

مزید خبریں