شرے او د روبيلا رنځونه د ماشومانو ژوند او سباون دواړو لپاره د خطر وړ دي۔ سيد مصطفيٰ كمال

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي دي د شرے او د روبيلا رنځونه د ماشومانو وژند او سباون دواړو لپاره د خطر وړ دي٬ د نړيوالو ادارو په مرسته د دې رنځونو په ضد د قامي واكسين كمپائن پېل كوٶ، دا واكسين په ګرده نړۍ كښې آزمائېلې، محفوظ او ضروري ګڼلې كېږي۔ د شورو په ورځ په حضرت بري امام كميونټي …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال وئيلي دي د شرے او د روبيلا رنځونه د ماشومانو وژند او سباون دواړو لپاره د خطر وړ دي٬ د نړيوالو ادارو په مرسته د دې رنځونو په ضد د قامي واكسين كمپائن پېل كوٶ، دا واكسين په ګرده نړۍ كښې آزمائېلې، محفوظ او ضروري ګڼلې كېږي۔ د شورو په ورځ په حضرت بري امام كميونټي هيلتھ سينټر اسلام آباد كښې د شري او روبېلا ويكسينيشن كمپائن مركزي دستوره وشوه چې پكښې د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليواېچ او)، يونيسيف او د ګاوي پشمول يو شمېر ځائي او د نړيوالو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل شرے او د روبيلا رنځونه د ماشومانو د ژوند او سباون دواړو لپاره د خطر وړ دي٬ د نړيوالو ادارو په مرسته د دې رنځونو په ضد د قامي واكسين كمپائن پېل كوٶ، دا واكسين په ګرده نړۍ كښې آزموده، محفوظ او ضروري ګڼلے كېږي

مزید خبریں