ماسکو 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د 'شنګھائي روح' او دې عظيم مقاصدو كوم چې جيوپوليټيکل او جيو اکنامك څانګو كښې د لويو بدلونونو په وړاندې زمونږ اجتماعي هڅو ته ودې وركولو لپاره عزم لري، پاکستان د سوئيلي ايشيا، مېنځنۍ ايشيا او د مېنځني ختيز په سنګم پروت دے او دا يوريشين منطقې لپاره يو مثالي تجارتي راهداري جوړوي، …
پاکستان د ‘شنګھائي روح’ او د دې عظيم مقاصدو لپاره عزم لري، په منطقه كښې تل پاتې امن او سلامتيا نه غېر د تل پاتې اقتصادي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
ماسکو 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د ‘شنګھائي روح’ او دې عظيم مقاصدو كوم چې جيوپوليټيکل او جيو اکنامك څانګو كښې د لويو بدلونونو په وړاندې زمونږ اجتماعي هڅو ته ودې وركولو لپاره عزم لري، پاکستان د سوئيلي ايشيا، مېنځنۍ ايشيا او د مېنځني ختيز په سنګم پروت دے او دا يوريشين منطقې لپاره يو مثالي تجارتي راهداري جوړوي، په منطقه كښې تل پاتې امن او سلامتيا نه غېر د تل پاتې اقتصادي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے، افغانستان كښې استحکام باوري كول زمونږ په منطقه كښې د امن او استحکام تحفظ لپاره ضروري دے، پاکستان اوس هم د سوله ايز، مستحکم، په سيمه ايزه توګه كوټلې او په خوشحال افغانستان كښې خوښي لري٬ كوم چې پاكسان او د ګاٶنډيانو هېوادونو امن لپاره ضروري دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېس سي او کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ ميټنګ په مهال خپل بيان كښې كړې۔ ده ووئيل د ماسکو په ښائسته ښار او د روسيه فيډريشن د وزيراعظم مشوسټن په كوربتوب كښې زما دلته موجودګي د خوشحالۍ خبره ده۔ ده د روس د تود هركلي او د زړه د خلاصه او په روايتي مېلمستيا او د اېس سي او غونډې لپاره په بهترين انتظامات د روسيه د قيادت مننه وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل پاکستان د ‘شنګھائي روح’ او د دې عظيم مقاصدو لپاره عزم لري٬ كوم چې جيوپوليټيکل او جيو اکنامك څانګو كښې د لويو بدلونونو په وړاندې زمونږ اجتماعي هڅو ته ودې وركولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل تېر كال په اسلام آباد كښې د شنګھائي مرستې د حكومتي مشرانو (سي اېچ جي) په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي وٶ چې معاشي مرسته د شنګھائي مرستې د هلو ځلو محور دے٬ پاکستان د سي اېچ جي مشرانو سره تړون، ټرانسپورټ روابط، لاجسټکس او انفراسټرکچر ترقۍ په څانګو كښې اقتصادي مرسته ترجيح وګرځوله۔ ده ووئيل سي پيك سيمه ايزو روابطو لپاره ګڼ اړخيزه فورس دے كوم چې نه يوازې پاكستان چين سره تړي بلكې د اېس سي او ټولو هېوادونو ته په سيمه ايز اقتصادي انضمام كښې د سرمايه كارۍ موقعې وركوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د صدر شي جن پنګد عالمي ګورننس انيشي ايټو (جي جي آئي) هركلے كوٶ او د توان، ګرين صنعت، ډيجيټل معيشت، سائنسي او تکنيکي جدت، اعليٰ تعليم او وظيفائي او تکنيکي تعليم كښې د مرستې د شپږ وپليټ فارمز پېل كولو ستائنه كوٶ٬ يو شمېر نور اقدامنات هم د صدر شي جن پنګ په صدارت كښې غوره اقدامات دي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل د ايس سي او بزنس کونسل او د ايس سي او انټر بينک ايسوسي ايشن د ايس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي او تجارتي مرستې او سرمايه کارۍ ته په ودې وركولو كښې مهم كردار لوبولې شي٬ مونږ له به شريكې تصفيه لپاره د قامي كرنسۍ كارولو ته وده وركول او د ايس سي او ډويلپمنټ بينک، ايس سي او ډويلپمنټ فنډ او انويسټمنټ فنډ جوړولو لپاره به كوټلې اقدام هم كول وي٬ ده ووئېل داسې آلات او اقدامات به د اېس سي او منطقه د نړيوالو مالياتي خطرو ازاله كولو او پرمختيائي اقدامات مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته وكړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ مکالمه، سفارت کاري او نړيوال قوانين لپاره د خپل غېر متزلزل باور پخلے كوٶ٬ مونږ ګڼو چې شخړې او اختلافات په ښه ډول د مکالمه، سفارت کارۍ او د متفقه نړيوالو لوظنامو پالنې د لارې حل كېدې شي، دا نه چې تصادم، جبر يا د يو اړخيزه اقدامات د لارې٬ په دې پس منظر كښې، جامع او د منظم مکالمه په سوېيلي آسياء كښې امن او د سلامتيا د اوږدې مودې متاثره ټولې مسئلې په بامعني توګه حل كېدې شي۔ ده ووئيل سيکرټري جنرل نورلان يرميک بايف او ډائريکټر (سي سي آر اے ټي ايس) اولربيک شارشيئيف ته زمونږ د مشترکه مقاصدو په ترلاسه كولو كښې د دوي په ماهرانه لارښوونه مباركي وركول غواړم٬ د اېس سي او طاقت زمونږ د شريك تاريخ دے، خو د دې نه زياته مهمه هم دا خبره ده چې په دې مشترکه سباٶن كښې د څه د جوړولو چې مونږ انتخاب كوٶ٬ ده ووئېل پاكستان د ھغې د سباٶن فعاله معمار جوړېدو لپاره چمتو دے، راځۍ چې خپل اولس لپاره ھغه كوټلو معاشي رابطو لپاره په ګډه كار وكړو











