ماسکو 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په ماسکو كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ په غونده كښې د پاکستاني پلاوي مشري كولو سره د اېس سي او فريم ورك كښې د پاکستان د ترجيحات ذكر كولو سره د سيمه ايزې شراکت دارۍ د مهمو ستنو په ټوګه تجارتي، اقتصادي، كلتوري او په انساني مرسته …
اېس سي او فريم ورك : تجارت، د بنيادي ډھانچې پرمختګ، سرمايه کارۍ او د ډيجيټل پرمختګ د لارې اقتصادي انضمام ته اړتيا ده۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
ماسکو 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په ماسکو كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ په غونده كښې د پاکستاني پلاوي مشري كولو سره د اېس سي او فريم ورك كښې د پاکستان د ترجيحات ذكر كولو سره د سيمه ايزې شراکت دارۍ د مهمو ستنو په ټوګه تجارتي، اقتصادي، كلتوري او په انساني مرسته زور راوړے دے ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم تجارت، د بنيادي ډھانچې پرمختګ، سرمايه کارۍ او د ډيجيټل پرمختګ د لارې اقتصادي انضمام په ضرورت زور راوړو ۔ ده د سيمه ايز افتونو تر مخه د چمتوالي نيولو كښې په مرسته زياتولو هم زور راوړو او د شنګھائي مرستې تنظيم شراکت دارو سره ئې مشترکه فرضي مشقونه كولو لپاره د پاکستان د چمتوالي څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم د ايس سي او جديد جوړولو او انګريزي د “ورکنګ لينګويج” په توګه معارفي كولو سره د دې د رسنې په زياتولو زور راوړو۔ ده د شنګھائي مرستې تنظيم د مالياتي ادارې او ټولز جوړولو سره سره تعليمي روابطو ته پراختيا وركولو سره د انساني سرمائے د ترقۍ هم تجويز وركړو۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار زياتې اختراعي او كوټلې منطقې لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو











