اسلام آباد۔18نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نیشنل پرائس مانیټرنګ کمیټۍ (این پی ایم سی) غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې هېواد كښې د ضروري خوراك څښاك څيزونو د بيعو ٬ سپلائی چین او د بازار صورتحال تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډې ته وفاقي وزیر امر وكړو چې د روژې نه وړاندې د …
په كوټلې تګلاره او ښه کوآرډینیشن دې بيعو كښې استحکام په ځائے اوساتلے شي ، احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔18نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نیشنل پرائس مانیټرنګ کمیټۍ (این پی ایم سی) غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې هېواد كښې د ضروري خوراك څښاك څيزونو د بيعو ٬ سپلائی چین او د بازار صورتحال تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ غونډې ته وفاقي وزیر امر وكړو چې د روژې نه وړاندې د زیادہ طلب څيزونه د وړاندې نه په ګوته كړئ او اړوندې محکمې دې د دغې څيزونو په زيات مقدار شتوالي لپاره په وخت جامع پلان وړاندې كړي ۔ ده ووئېل د حکومتي اقداماتو په نتیجه ګرانۍ كښې واضحه کمے راغلے دے۔ په اکتوبر 2024ء كښې د ګرانۍ شرح 7.2 فیصد وه كومه چې په اکتوبر 2025ء كښې په كمېدو 6.2 فیصد پاتي شوې ده











