د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر ملاقات

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر ملاقات كړے دے ۔لنډ مهاله امريكائي سفيرې نيټلي بيكر اسلام آباد كچهري سره نزدې د ځانمرګي چاودنې غندنه وكړه او د چاودنې په نتيجه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د امريكې لنډ مهاله سفير …

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر ملاقات كړے دے ۔لنډ مهاله امريكائي سفيرې نيټلي بيكر اسلام آباد كچهري سره نزدې د ځانمرګي چاودنې غندنه وكړه او د چاودنې په نتيجه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امريكې لنډ مهاله سفير نيټلي بيكر سره په خبرو كښې ووئيل ترهه ګر د ترهه ګرۍ د مخ نيوي عدالت په نښه كول غوښتل٬د امنيت له امله دننه ونه ورسېدو٬بريد سره تړلې ټول كردارونه ټريس كړے شوي او سهولت كار هم نيولے شوي دي۔ده ووئيل د دې افسوسناكې پېښې د هر اړخ نه پلټنې روانې دي۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل خبرې او د ترهه ګرۍ بريدونه يوځاے نه چلېږي۔ده ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې په ملګرتيا او شريك باور اډانه دي۔لنډ مهاله امريكې سفير نيټلي بيكر د پاكستان ترهه ګرۍ مخ نيوي هڅه وستائېلې۔د اسلام آباد پوليس آئي جي او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں