د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د المان سفيری انا لیپل ملاقات

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د پاكستان او المان ترمينځه معدنيات٬توان او قدرتي وسائلو په څانګو كښې په مرسته زياتولو اتفاق راغلے ٬دواړو هېوادونو سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو او سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې ته ودې وركولو له د عزم پخلے كړے۔د نهې په ورځ د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د المان سفيری انا ليپل د توان په وزارت كښې ملاقات وكړو ۔په دې موقع سياسي او معاشي …

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د پاكستان او المان ترمينځه معدنيات٬توان او قدرتي وسائلو په څانګو كښې په مرسته زياتولو اتفاق راغلے ٬دواړو هېوادونو سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو او سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې ته ودې وركولو له د عزم پخلے كړے۔د نهې په ورځ د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د المان سفيری انا ليپل د توان په وزارت كښې ملاقات وكړو ۔په دې موقع سياسي او معاشي قونصلر جينين روهو هم موجود وه۔په ملاقات كښې د پاكستان معدنيات٬كان كني او توان په څانګو كښې شريكې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د المان سفيرې انا ليپل د پاكستان هڅې ستائېلو سره ووئېل پاكستان د معدني وسائلو په څانګه كښې بې شمېره صلاحيت لري۔ده ووئيل د پاكستان كان كني څانګه كښې زياته شوې نړيواله خوښي د ډاډګيرنه ده او ريكوډك منصوبه نور غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره مهم ټيسټ كيس دے۔ د المان حكومت پاكستان كښې د جيولوجيكل خطرو ميپنګ لپاره د پخوانۍ مرستې هم حواله وركړه۔د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك ووئيل حكومت جديد او د پائدارې كان كنۍ ودې ته پام لرنه كوي۔د توان په څانګه په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان ريفائنري اپ ګريډېشن پروګرام ته بشپړ پام كوي كوم چې نه يوازې د هېواد د ايندهن معيار ښه كولو لپاره ضرورې دے بلكې المان د كاربن كم معيشت او ګرين توان پالېسو څخه هم سم دے۔د ملاقات په اختتام دواړو هېوادونو سټريټجك شراكتداري لا مستحكمولو او سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں