د اېس سي او غړي هېوادونه دې اقتصادي مرسته تندولو او شراکت دارو هېوادونو سره روابطو ته پراختيا وركړي۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په ماسکو كښې د اېس سي او مشرانو غونډې ته وېنا

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) په غړو هېوادونو زور راوړےي دے چې ھغوي اقتصادي مرسته تندولو او شراکت دار هېوادونو سره روابطو ته پراختيا وركړي او د رامخې ته كېدونكې نړيوالو او سيمه ايزو چېلنجونو مخه نيولو لپاره دې تنظيم جديد كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) په غړو هېوادونو زور راوړےي دے چې ھغوي اقتصادي مرسته تندولو او شراکت دار هېوادونو سره روابطو ته پراختيا وركړي او د رامخې ته كېدونكې نړيوالو او سيمه ايزو چېلنجونو مخه نيولو لپاره دې تنظيم جديد كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ماسکو كښې د اېس سي او کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ائب وزيراعظم ووئيل د مشرانو په غونډه كښې منظور كړې مشترکه اعلاميه او دستاويزات به سيمه ايزې سوكالۍ پلو د اجتماعي هڅو په لارښونه كښې ډېره مهمه ثابته شي۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم د تجارت، معيشت، كلتور او په انساني همدردۍ خپره د مرستې ايجنډا به په كلك سباٶن د اډانه تنظيم بنياد اېږدي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې وروستيو كښې د تيانجن مشرانو غونډې د نتيجو ذكر كولو سره ووئيل اېس سي او ژور اقتصادي انضمام په پلو روان دے۔ ده د پراخه شوې تجارتي مرستې، بهتر انفراسټرکچر کنکټيويټي، د سرمايه کارۍ ٬ شراکت دارۍ او د اېس سي او په منطقه كښې د تل پاتې پرمختګ مهمو ستنو په توګه د ډيجيټل معيشتونو د ودې هم ذكر وكړو۔ ده د انساني همدردۍ مرستې او آفتونو څخه بچ كېدو لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم د صلاحيت ذكر كولو سره ووئيل پاکستان په “ټيکنالوجي اډانه فعاله ډيزاسټر مينجمنټ سسټم” جوړ كړے دے۔ ده سيمه ايزې تيارۍ قوي كولو لپاره غړو هېوادونو سره په فرضي مشقونو كولو د پاکستان د رضامندۍ څرګندونه وكړه۔ ده د شنګھائي مرستې تنظيم مبصر او شراکت داره هېوادونو سره د قوي مشغوليت په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل ايس سي او دې راوړاندې شي او ھغه هېوادونه دې د هغوي د پوهې له مخئ په پراجيکټ اډانه اقدامات كښې شامل كړي ۔ ده انګريزي د “ورکنګ لينګوئيج” په توګه د معارفي كولو هم هركلے وكړو او د اېس سي او نړيوالې رسنه پراخه كولو لپاره ئيې د ټرانسليشن يونټس جوړولو تجويز وړاندې كړو۔ نائب وزيراعظم عملي مرستې لپاره د يو شمېر تجويزونو خاكه هم وړاندې كړه چې پكښې د اېس سي او انټربينک کنسورشيم په څېر مالياتي ټولز فعالول او د اېس سي او ډويلپمنټ بينک لپاره کنکټيويټي او د تکنيکي مرستې په منصوبو كښې مرستې لپاره د منصوبو پراختيا شامل وه ۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د انساني سرمائے د ترقۍ په اهميت زور راوړولو سره د اېس سي او يونيورسټي نيټ ورك په يو کنسورشيم كښې د پراختيا كولو وکالت وكړو۔ ده ووئيل دا ډول اقدام سره به د انفارميشن ټيکنالوجۍ، مصنوعي زېركتيا، زراعت، د آبي وسائلو انتظام او د ټيلي ميډيسن پشمول مهمو څانګو كښې د زده كوٶنكو تبادله او مشتركه تحقيق وده ومومي٬ د سيمه ايزو روابطو مضبوبولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ده ووئيل د ايس سي او “شرېکې کاميابۍ لپاره د لانچ پيډ” په توګه كار كول پكار دي كوم چې د غړو هېوادونو ترمېنځه زيات جدت، شريك ربط او انضمام ته په وده وركولو كښې كردار ولوبوي۔

مزید خبریں