وفاقي حکومت به د آزاد کشمير نوي حكومت سره مرسته كوي۔ وفاقي وزير اميرمقام

پېښور 18 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت به د آزاد کشمير نوي حكومت سره بشپړه مرسته كوي۔ ده نوي وزيراعظم فېصل ممتاز راټھور له مباركي وركولو سره ووئيل زلمے وزيراعظم به پخپله مشرۍ كښې د كشمير د آزادۍ تحريك په موثره توګه په نړيواله كچه رامخې ته كړي۔ خپل بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل …

پېښور 18 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت به د آزاد کشمير نوي حكومت سره بشپړه مرسته كوي۔ ده نوي وزيراعظم فېصل ممتاز راټھور له مباركي وركولو سره ووئيل زلمے وزيراعظم به پخپله مشرۍ كښې د كشمير د آزادۍ تحريك په موثره توګه په نړيواله كچه رامخې ته كړي۔ خپل بيان كښې انجينئر امير مقام ووئيل هيله لرو چې نوې وزيراعظم به د آزاد کشمير د اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره جامع اقدامات وكړي او اولس ته بهتر سهولتونه وركولو كښې به ځانګړې كردار ولوبوي۔ انجينئر امير مقام ووئيل نوې حكومت او وفاقي ادارې به په ګډه په آزاد کشمير كښې ترقۍ، امن او خوشحالۍ لپاره كار كوي او اولس ته رامخې ته چيلنجز به په وخت لرې كول باوري كړي۔

مزید خبریں