وفاقي آئيني عدالت د نوي ګج ډېم كېس اورېدنه تر ګل ورځې وځنډوله

اسلام آباد۔ 18 نومبر(اے پي پي) وفاقي آئيني عدالت د نوي ګج ډېم كېس اورېدنه تر ګل ورځې ځنډولې ده ۔ وفاقي آئيني عدالت كښې د نهې په ورځ د نوي ګج ډېم د سماعت وړ ګرځولو په ضد د اعتراضات بحث وشو ٬ د كوم نه پس چې عدالت كاروائي د ګل ورځې پورې وځنډوله ۔ د وفاقي آئيني عدالت چيف جستس امين الدين خان په مشرۍ كښې دوه …

اسلام آباد۔ 18 نومبر(اے پي پي) وفاقي آئيني عدالت د نوي ګج ډېم كېس اورېدنه تر ګل ورځې ځنډولې ده ۔ وفاقي آئيني عدالت كښې د نهې په ورځ د نوي ګج ډېم د سماعت وړ ګرځولو په ضد د اعتراضات بحث وشو ٬ د كوم نه پس چې عدالت كاروائي د ګل ورځې پورې وځنډوله ۔ د وفاقي آئيني عدالت چيف جستس امين الدين خان په مشرۍ كښې دوه كسيز بنچ د كېس اورېدنه وكړه ۔ د اورېدنې په پېل د شخصي كمپنۍ وكيل محمد مسعوو خان عدالت ته ووئېل په مقدمه كښې د هغه د اړخه درې ليكلې ځوابونه جمع كړې شوي خو تر اوسه كېس په رسمي توګه د سماعت جوګه ونه ګرځولے شو ۔ د وكيل وېنا وه د 27 ترميم نه پس د دې نوعيت ټول درخواستونه وفاقي آئيني عدالت ته منتقل كېدل لازمي دي۔ د دلائل اورېدو نه پس عدالت سماعت تر ګل ورځې وځنډولو او او د لا كاروائۍ په هغه ورځ د روانې ساتلو يې اعلان وكړو۔

مزید خبریں