ملتان18 نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د اين ايچ اے چارواكو ته د مرمتۍ كارونو د معيار او په خپل ټامكلي وخت كښې د كار بشپړولو امر سره وئېلي دي غېر معياري كار به برداشت نه كړې شي۔د نهې په ورځ د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د موټروے ايم 5 جلال پور والا دوره وكړه۔ده په موټروے …
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د موټروے ايم 5 جلال پور پيرو والا دوره٬اين ايچ اے چارواكو ته د معيار او په وخت د كار بشپړولو امر

مزید خبریں
ملتان18 نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د اين ايچ اے چارواكو ته د مرمتۍ كارونو د معيار او په خپل ټامكلي وخت كښې د كار بشپړولو امر سره وئېلي دي غېر معياري كار به برداشت نه كړې شي۔د نهې په ورځ د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د موټروے ايم 5 جلال پور والا دوره وكړه۔ده په موټروے ايم 5 سيلاب نه پس د روانو بحالۍ چارو معائنه وكړه۔وفاقي وزير د اين ايچ اے چارواكو ته د مرمتۍ كارونو د معيار او په وخت د تر سره كولو هدايت وركړو ۔د مواصلات وفاقي وزير دا هم امر وګرو چې تر 30 نومبر به د موتروے يو اړخيزه بحالي باوري كولې شي۔ده ووئيل د ټرافېك بحالۍ پشمول وګړو ته رامخې ته شوې مسئلې به ډېرې زر لرې كړی شي۔ده د اين ايچ اے چارواكو ته خبردارے وركړو چې غېر معياري كار به برداشت نه كړے شي۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په يوه اونۍ كښې د پراګرس رپورټ غوښتلو سره ووئيل بيا به دوره كوم۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ايم 5 موټروے د ريسټ هاؤسز هم دوره وكړه او په ناقص انتظامات يې د اين ايچ اے چارواكو ته خشم وكړو ۔۔په دې موقع د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ته اين ايچ اے چارواكو په روان صورتحال بريفنګ هم وركړو۔۔(











