د مذهبي چارو وفاقي وزير سره د مصر سفير ملاقات٬ د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ په وده د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبدالحميد ملاقات كړ ے دے۔ملاقات كښې د مذهبي عدم برداشت په زيات شوي رجحان٬ترهه ګرۍ او د مذهبونو همغږۍ له د ودې په اړه په تجاويز د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته زيات ضرورت دے۔پاكستان او …

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبدالحميد ملاقات كړ ے دے۔ملاقات كښې د مذهبي عدم برداشت په زيات شوي رجحان٬ترهه ګرۍ او د مذهبونو همغږۍ له د ودې په اړه په تجاويز د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته زيات ضرورت دے۔پاكستان او مصر په دې لړ كښې په ګډه كار كول غواړي۔په ملاقات كښې د پاكستان او مصر ترمينځه اقتصادي٬تجارتي او كلتوري اړيكو ته لا ودې وركولو ته اتفاق وكړے شو۔د مصر سفير ووئيل د پاكستان علماﺀ دې مصر ته ولېږلې شي دغسې چې دوي د نړۍ قديم ترين درسګاه جامعه الازهر تجربات او تعليمات څخه مستفيد شي۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم تېره مياشت د مصر دوره كړې وه ۔دغسې مصر د جامعه الازهر تر سيوري لاندې اسلام آباد كښې د يوې جديد تعليمي ادارې جوړولو وړاندېز كړے ۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف د جامعه الازهر تر سيوري لاندې اسلام آباد كښې د ادارې جوړولو د وړاندېز هركلے وكړو۔په ملاقات كښې د انتهاخوښۍ او شدت خوښۍ خاتمې او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ ودې لپاره په مرستې زياتولو اتفاق وشو

مزید خبریں