اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل خان كلاچي او شمالي وزيرستان دته خيل سيمو كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپريشنز امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده د كامياب آپريشنز د لارې د 15 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو جرات او بهادرۍ ته سلام وكړو۔ ده ووئېل د هېواد دفاع …
د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پاك پوځ او د قانون نافذ كوونكو ادارو عزم د ستائنې وړ دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل خان كلاچي او شمالي وزيرستان دته خيل سيمو كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپريشنز امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده د كامياب آپريشنز د لارې د 15 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو جرات او بهادرۍ ته سلام وكړو۔ ده ووئېل د هېواد دفاع او امن لپاره امنيتي ځواكونو ځانګرې قربانۍ وركړي٬د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پاك پوځ او قانون نافذ كوونكو ادارو عزم د ستائنې وړ دے ۔ ده ووئېل په هېواد كښې امن او استحكام او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ټول قام يو دے۔ د فتنه الخوارج ناپاك عزائم ناكامه كولو كښې زمونږ امنيتي ځواكونو كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې لپاره قامي اتحا او د ادارو ترمينځه مرسته ضروري ده۔د ترهه ګرۍ په ضد د ځانونو قربانۍ وړاندې كوونكي حقيقي اتلان دي











