اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري خيبرپښتونخوا كښې په دوو كامياب آپرېشنز كښې د 15خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هېواد په ضد په بهرنۍ مرسته د ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې د ككړو ترهه ګرو خاتمه به په قامي اتفاق روانه وي۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر …
صدر مملكت آصف علي زرداري د 15 خوارج په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري خيبرپښتونخوا كښې په دوو كامياب آپرېشنز كښې د 15خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هېواد په ضد په بهرنۍ مرسته د ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې د ككړو ترهه ګرو خاتمه به په قامي اتفاق روانه وي۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارج غړو پشمول د مشر عالم محسود وژنه د امنيتي ځواكونو د غوره تګلارې سبب ده ۔ده ووئيل “عزم استحكام”له مخې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن په هېواد كښې تل پاتي امن راوستو له د قامي هڅو څرګندونه ده۔صدر مملكت واضحه كړه چې د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد قومي اتفاق كښې خنډان رامخې ته كولو لپاره به په كومه هم كچه سياسي چال يا د پام اخوا كولو هڅه برداشت نه كړې شي ۔صدر مملكت آصف علي زرداري د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو عزم او مړانې ته سلام وكړو چې د لويې څښتن په فضل سره به د پاكستان خاوره به ډېره زر د خارجيانو د شر څخه پاكه كړې شي










