پېنډي 18 نومبر(اے پی پی)امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا كښې په دوو بيلو كاروائيو كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهه ګر وژلي دي۔ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې په 16 نومبر خېبرپښتونخوا كښې دوه جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 15 ترهه ګر وژلې شوي دي ۔وړومبې كاروائي ډېره اسماعيل خان ضلع په …
امنيتي ځواكونو په خېبرپښتونخوا كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهه ګر ووژل۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پېنډي 18 نومبر(اے پی پی)امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا كښې په دوو بيلو كاروائيو كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهه ګر وژلي دي۔ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې په 16 نومبر خېبرپښتونخوا كښې دوه جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 15 ترهه ګر وژلې شوي دي ۔وړومبې كاروائي ډېره اسماعيل خان ضلع په كلاچي سيمه كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاعات وشوه ۔امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو اډې په موثر انداز په نښه كړې ۔د آپرېشن په نتيجه كښې د ترهه ګرو مشر عالم محسود پشمول 10 خوارج ووژل شول ۔ دغسې د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه كښې دوهمې كاروائۍ كښې امنيتي ځواكونو نور 5ترهه ګر وژلې دي۔په سيمه كښې د كليئرنس او سيني ټائزېشن كاروائۍ روانې دي دغسې چې كوم هم بل د هند ملاتړ لرونكې خوارج موجودګۍ ختمه كړی شي۔ د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د وفاقي ايپكس كمېټۍ منظور كړی تګلارې “عزم استحكام”له مخې ملكي او غېر ملكي ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په ضد كمپائن به په پوره طاقت سره روان وي










