د وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د ايکسائز، ټيکسيشن اينډ نارکوټکس کنټرول غونډه

پېښور ۔ 13 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې تېره ورځ د اېکسائز، ټيکسيشن اينډ نارکوټکس کنټرول غونډه وشوه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د نشائي توكو لعنت تر پوهنتونونو رسېدلے دے٬ په دې كښې نور غفلت زغملې نه شوو۔ ده ووئيل د نشائي توكو او په خاص توګه د هيروئن او آئس نوغې …

پېښور ۔ 13 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې تېره ورځ د اېکسائز، ټيکسيشن اينډ نارکوټکس کنټرول غونډه وشوه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د نشائي توكو لعنت تر پوهنتونونو رسېدلے دے٬ په دې كښې نور غفلت زغملې نه شوو۔ ده ووئيل د نشائي توكو او په خاص توګه د هيروئن او آئس نوغې به ويستل وي ٬ د نشائي توكو د تيارولو او د دې د ترسيل په ضد كارروايۍ لپاره دې بشپړه تګلاره خپله كړې شي۔ ده ووئيل لويو سپلائرز او ډیلرز ته هم لاس اچول ضروري دي۔ ده ووئيل ضبط شوې نشائي توكي بايد تلف كړې شي او دا دې بيا ماركيټ ته رانشي۔ وزیر اعلیٰ د اېکسائز فورس مستحکم كولو له د 55 کروړ روپو لګښت مجوزه پلان منظوري وركولو سره ووئيل چې په پلان كښې آپرېشنل استحکام، د آئی ټی آلاتو اخستل او تربيتي پروګرامز شامل دي۔ وزیر اعلیٰ په دې مهال غېر مجاز او ریټائرډ افسرانو څخه د سركاري ګاډو بېرته اغستو په پالېسۍ د عملدرآمد هدايت وكړو۔ ده دا هدايت هم وكړو چې د دې پالېسۍ په عملي كولو كښې د مرستې نه كوؤنكو په ضد دې كارروائي وكړې شي

مزید خبریں