د ډاكټر علامه اقبال د زيږيدنې ورځ ٬ په مزار اقبال د ګارډز بدلون پروقاره دستوره وشوه

لاهور۔9 نومبر(اے پی پی) د مفکرِ پاکستان ډاکټر علامه اقبال د 148مې زېدېنې ورځې په موقع سهار په مزار اقبال د ګارډز بدلون پروقاره دستوره وشوه۔ په دستوره كښې خاص مېلما د پاکستان نېوی کمانډر سنټرل پنجاب ریئر اېډمرل سهېل اے عزمي ؤ۔ د دستورې په مهال د پاك بحريه يوې چټك ډلې د اعزازی ګارډ ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ د پاكستان رېنجرز پنجاب ډله خپل فرض ترسره كولو څخه …

لاهور۔9 نومبر(اے پی پی) د مفکرِ پاکستان ډاکټر علامه اقبال د 148مې زېدېنې ورځې په موقع سهار په مزار اقبال د ګارډز بدلون پروقاره دستوره وشوه۔ په دستوره كښې خاص مېلما د پاکستان نېوی کمانډر سنټرل پنجاب ریئر اېډمرل سهېل اے عزمي ؤ۔ د دستورې په مهال د پاك بحريه يوې چټك ډلې د اعزازی ګارډ ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ د پاكستان رېنجرز پنجاب ډله خپل فرض ترسره كولو څخه وروستو رخصت شوه۔ ریئر اېډمرل سهېل اے عزمی په ګارډ كښې د شامل پاكستان رېنجرز او پاك بحريه ډلو معائنه وكړه۔ په دې موقعه امیرالبحر ایډمرل نوید اشرف، د پاک بحریه افسران، سېلرز او نېوی سویلینز لخوا په مزار د ګلونو څادر خپور كړے شو۔ په دستوره كښې د علامه اقبال خذماتو ته د عقيدت بیرزوئنې ډالۍ كړې شوې۔

مزید خبریں