ژوندي قامونه خپل محسنين ياد ساتي ٬ پاكستاني اولس له به د اقبال د كلام عملي تعبير جوړيدو سره نړۍ ته ځان د نمونې په توګه ښودل وي: د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف

سیالکوټ۔9 نومبر(اے پی پی) ددفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې ژوندي قامونه خپل محسنين ياد ساتي ٬ كوم قامونه چې خپل احسان كوؤنكي هېر كړي هغوي بې لارې كيږي٬ پاكستاني اولس له به د اقبال د كلام عملي تعبير جوړيدو سره نړۍ ته ځان د نمونې په توګه ښودل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير خواجه آصف په اقبال منزل كښې د علامه اقبال د زېږېدنې دستورې په …

سیالکوټ۔9 نومبر(اے پی پی) ددفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې ژوندي قامونه خپل محسنين ياد ساتي ٬ كوم قامونه چې خپل احسان كوؤنكي هېر كړي هغوي بې لارې كيږي٬ پاكستاني اولس له به د اقبال د كلام عملي تعبير جوړيدو سره نړۍ ته ځان د نمونې په توګه ښودل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير خواجه آصف په اقبال منزل كښې د علامه اقبال د زېږېدنې دستورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د علامه اقبال اردو او فارسی کلام بايد محفوظ وساتلې شي او د خوب عملي تعبير لپاره بايد كار وكړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د بده مرغه مونږ د علامه اقبال پېغام څخه لرې روان يوو۔ حال دا دے چې هغه مسلمانانو لپاره د يو جلا وطن خوب ليدلے ؤ او ټول ژوند يۍ زياتې خوارۍ سره دې لپاره كار وكړو۔ د هغه فلسفې او شاعرۍ ته نه يوازې پاكستان بلكې په ګرده نړۍ كښې نن هم د قدر په سترګه كتلې شي۔ ده ووئيل نن اسلامي نړۍ بې لارې شوې ده او ظلم غزه څخه تر مقبوضه كشمير روان دے۔ ده ووئيل پاك پروردګار دے مونږ ته قومت راكړي دغسې چې مونږ د مظلومو وروڼو خېوندو مرسته وكړې شوو او د هغوي په حق كښې غږ پورته كړې شوو۔ دې څخه وړاندې د دفاع وفاقي وزير او نورو د اقبال په كور كښې د علامه اقبال د سالګرې كېك پرې كړو۔ په دې موقعه د علامه اقبال روح ته ثواب رسولو او د هېواد حفاظت لپاره دعا وكړې شوه۔

مزید خبریں