په زده كړو كښې پرمختګ د هيواد او ټولنې د روښانه سباؤن ضمانت دے: د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د لاهور ليډز پوهنتون كانووكيشن ته خطاب

لاهور۔9 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې په زده كړو كښې پرمختګ د هيواد او ټولنې د روښانه سباؤن ضمانت دے٬ نړۍ د پاكستان د ځوانانو د هنر او تخليقي صلاحيتونو اعتراف كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف ځوانان په خپلو پښو اودرولو له پالېسۍ جوړې كړې ٬ د هېواد ټولو ځوانانو ته يو برابر موقعې او آسانۍ وركولې شي۔ د اتوار په ورځ …

لاهور۔9 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې په زده كړو كښې پرمختګ د هيواد او ټولنې د روښانه سباؤن ضمانت دے٬ نړۍ د پاكستان د ځوانانو د هنر او تخليقي صلاحيتونو اعتراف كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف ځوانان په خپلو پښو اودرولو له پالېسۍ جوړې كړې ٬ د هېواد ټولو ځوانانو ته يو برابر موقعې او آسانۍ وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د ليډز پوهنتون کانووکېشن ته د وېډيو لنك دلارې په خپل خطاب وفاقي وزير د پوهنتون فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوونكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل زده كوؤنكو چې كومو خوبونو سره دې فيلډ ته راغلي وو او نن دې مقام ته رارسېدلې دي په دې زه د هغوي د خوارۍ ستائنه كوم۔ ده ووئيل تاسو ته دا مقام ستاسو د مور ٬ پلار دعاګانو او د هغوي د نه ستړې كېدونكې خوارۍ له امله ترلاسه شوے دے۔ ده د لیډز پوهنتون فېکلټۍ، وائس چانسلر، چیئرمېن بورډ آف ګورنرز له مباركي وركولو سره ووئيل لیډز پوهنتون زده كړو ته په وده وركولو كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل په زده كړو كښې پرمختګ د هيواد او ټولنې د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ ده ووئيل زمونږ د آبادي 68 فيصده برخه په ځوانانو مشتمله ده۔ ځوانان زمونږ د روښانه سباؤن ضامن دي۔ ده ووئيل ځوانانو ته سكلز وركولو سره سره د هغوي تربيه كول د وخت مهم ضرورت دے كوم چې ليډز پوهنتون په غوره ډول ترسره كوي۔ نړۍ د پاكستان د ځوانانو د هنر او تخليقي صلاحيتونو اعتراف كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف ځوانان په خپلو پښو ادرولو له پالېسۍ جوړې كړې ٬ د هېواد ټولو ځوانانو ته يو برابر موقعې او آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د لېپ ټاپ وېشلو دستوره وشوه۔ د روان كال په مهال 100 زره لېپ ټاپ زده كوونكو ته په مېرټ وركولې شي۔ ده ووئيل زمونږ په بېلو دورونو كښې 11 لكه څخه زيات لېپ ټاپس زده كوؤنكو ته وركړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل په ګرد هېواد بلوچستان، خېبرپښتونخوا، سندھ، پنجاب، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان كښې ټېلېنټ څرګند شوے دے۔ ده ووئيل د تعلیم، مہارتونو او آئی ټی برخو ته وزيراعظم خصوصي پام لرنه كوي۔ ده ووئيل زه په دې وياړ لرم چې زه ددې ډلې برخه يم كوم چې د ځوان كول تعليم او تربيې ته خصوصي پام كوي۔ وفاقي وزير د خپل خطاب په پايه كښې زده كوؤنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے تاسو ته نورې كاميابۍ هم دركړي او تاسو چې كومې هم څانګې ته لاړ شۍ پروردګار دے وكري چې تاسو د خپل مور پلار او هېواد نامه روښانه كړۍ۔

مزید خبریں