وزيراعلی مريم نواز په نړيوال كنفرنس كوپ 30 كښې ګډون لپاره برازيل ته روانه شوه

لاهور۔6نومبر(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف د برازيل بيلم ښار ته روانه شوه چرته به چې هغه ماحولياتي بدلونونو سره اړوند نړيوال كنفرنس كوپ 30 كښې ګډون كوي۔ وزیراعلی به غونډه كښې د پنجاب په فلېګ شپ ماحولياتي منصوبو بريفنګ وركوي۔ هغه به په غونډه كښې د کلائمېټ ریزیلینټ ریجنل لیډرشپ په سرخط خطاب هم كوي۔ په بيلم كښې د پاتې كېدو په مهال به وزيراعلی مريم …

لاهور۔6نومبر(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف د برازيل بيلم ښار ته روانه شوه چرته به چې هغه ماحولياتي بدلونونو سره اړوند نړيوال كنفرنس كوپ 30 كښې ګډون كوي۔ وزیراعلی به غونډه كښې د پنجاب په فلېګ شپ ماحولياتي منصوبو بريفنګ وركوي۔ هغه به په غونډه كښې د کلائمېټ ریزیلینټ ریجنل لیډرشپ په سرخط خطاب هم كوي۔ په بيلم كښې د پاتې كېدو په مهال به وزيراعلی مريم نواز د بېلو نړيوالو ادارو مشرانو او نورو مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ په كوموكښې چې د اېشین انفراسټرکچر انوېسټمنټ بنک او اېشین ډوېلپمنټ بنک نائب صدرانو ، د ورلډ بنک کلائمېټ چېنج ګلوبل ډائریکټر، د ګلوبل ګرین انسټی ټیوټ ډي جي او د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام اعلی عهدېدارانو سره ملاقاتونه شامل دي۔ د سياسي او سفارتي حلقو له مخې د مريم نواز په كوپ 30 كښې ګډون په پاكستان او په خاص توګه د پنجاب ماحولياتي پالېسۍ په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔

مزید خبریں