پېښور ۔ 06 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د مواصلاتو او تعميراتو محكمې مهمه غونډه وشوه۔ د وزیر اعلی هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهیل آفریدی په ضم شوو ضلعو كښې تحصیل او ډسټرکټ کمپلېکس لپاره د زمكې اخستل په يوه مياشت كښې د بشپړولو او دسمبر څخه په ضم شوو ضلعو كښې د تحصيل او ډستركټ كمپلېكس …
د وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د مواصلاتو او تعميراتو محكمې مهمه غونډه
پېښور ۔ 06 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د مواصلاتو او تعميراتو محكمې مهمه غونډه وشوه۔ د وزیر اعلی هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهیل آفریدی په ضم شوو ضلعو كښې تحصیل او ډسټرکټ کمپلېکس لپاره د زمكې اخستل په يوه مياشت كښې د بشپړولو او دسمبر څخه په ضم شوو ضلعو كښې د تحصيل او ډستركټ كمپلېكس جوړولو كار پېل كولو هدايت كولو سره په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بيا ودانۍ فنډز تفصيلات هم وغوښتل۔ وزیراعلی سهېل آفریدی د ټولو پرمختيائي صوبو د ټاكلي وخت له مخې د درجه بندۍ هدايت كولو سره ووئيل چې كومې منصوبې ترسره كېدو ته نزدې دي هغې ته دې ټول فنډز وركړې شي دغسې چې پرانسته يۍ په ترجيحي بنيادونو ممكن كړې شي۔ ده ووئيل د پرمختيائي منصوبو د معيار به كومه سودا كولې نه شي۔ ده زياته كړه چې د محكمې افسران دې د منصوبو رفتار تند او فيلډ وزټس زيات كړي۔









