پیښور ۔ 05 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي سره د شورو په ورځ د سینیټ د بین الصوبائي رابطه كمېټۍ پاوي ملاقات وكړو ۔ د وزیراعلیٰ هاؤس وياند تر مخه دوي وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ته په منصب سنبھالولو مبارکي وركړه ،ملاقات كښې د پنجاب حکومت د اړخه د غنمو په وړلو راوړلو د بندېز په معاملهِ غور وشو ۔ په دې موقع وزیراعلی …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سره د سینیټ د بین الصوبائي رابطه كمېټۍ پلاوي ملاقات
پیښور ۔ 05 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي سره د شورو په ورځ د سینیټ د بین الصوبائي رابطه كمېټۍ پاوي ملاقات وكړو ۔ د وزیراعلیٰ هاؤس وياند تر مخه دوي وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ته په منصب سنبھالولو مبارکي وركړه ،ملاقات كښې د پنجاب حکومت د اړخه د غنمو په وړلو راوړلو د بندېز په معاملهِ غور وشو ۔ په دې موقع وزیراعلی ووئېل کومه صوبه د خوراک او غلې ترسیل د مخ نيوي اختیار نه لري ، سیاسي اختلافات پخپل ځائے خو د اولس په رزق سیاست نه دې پكار ۔ دغسې پلاوي وزیراعلیٰ د اولس سفیر وګرځولو ۔ هغوي ووئېل د غنمو مسئلې حل کولو لپاره بین الصوبائي هم غږي ضروري ده ۔ پلاوي كښې سینیټرز دلاور خان، محسن عزیز، نسیمه احسان، ناصر محمود، هدایت اللہ خان، نیاز احمد او مصدق مسعود پشمول نور غړي شریک وو ۔ملاقات كښې د خزانې سلاحكار مزمل اسلم، سیکرټري خوراک شاہ محمود او نور چارواكي هم شریک وو۔










