پیښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د صوبې موجوده امنيتي صورتحال له مخې د امن جرګې رابللو لپاره د اسمبلۍ چيمبر استعمالولو تحريك منظور كړے دے ٬ دا تحريك د ګل په ورځ د پينل آف چيئرمېن محمد ادريس په مشرۍ كښې د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال د وزيراعلٰی صلاحكار رياض خان ترند اړوند رولز له مخې وړاندې كړو د كوم چې ايوان رسمي منظوري وركړه۔د …
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه٬ د امنيتي صورتحال له مخې د امن جرګې رابللو لپاره د اسمبلۍ چيمبر كارولو تحريك منظور كړے شو
پیښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د صوبې موجوده امنيتي صورتحال له مخې د امن جرګې رابللو لپاره د اسمبلۍ چيمبر استعمالولو تحريك منظور كړے دے ٬ دا تحريك د ګل په ورځ د پينل آف چيئرمېن محمد ادريس په مشرۍ كښې د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال د وزيراعلٰی صلاحكار رياض خان ترند اړوند رولز له مخې وړاندې كړو د كوم چې ايوان رسمي منظوري وركړه۔د يادونې وړ ده سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې امنيت لپاره د پارليمان سپېشل كمېټۍ غونډه كښې د امن جرګې رابللو پريكړه وكړې شوه۔










