پېنډۍ ۔3 نومبر(اے پی پی) د امرېکن اېمبېسۍ ليګل اتاشي سم ټنكن په پوليس لائنز هېډكوارټر پېنډۍ كښې سی پی او سید خالد همدانی سره خصوصي ملاقات وكړو او د پېنډۍ پوليس په فعاله پولیسنګ او پېشه وره كاركردګۍ يۍ هغه ته تعريفي سند وركړو۔ د امريكائي چارواكو لخوا په وجيهه سواتي كېس كښی په غوره تفتيش او مقدمه د پېنډۍ پوليس ستائنه وشوه۔ په دې موقعه لیګل اتاشي ووئيل …
د امريكې ليګل اتاشي سي پي او پنډي سره ملاقات ، د پوليس د كاركردګۍ ستائنه
پېنډۍ ۔3 نومبر(اے پی پی) د امرېکن اېمبېسۍ ليګل اتاشي سم ټنكن په پوليس لائنز هېډكوارټر پېنډۍ كښې سی پی او سید خالد همدانی سره خصوصي ملاقات وكړو او د پېنډۍ پوليس په فعاله پولیسنګ او پېشه وره كاركردګۍ يۍ هغه ته تعريفي سند وركړو۔ د امريكائي چارواكو لخوا په وجيهه سواتي كېس كښی په غوره تفتيش او مقدمه د پېنډۍ پوليس ستائنه وشوه۔ په دې موقعه لیګل اتاشي ووئيل د پنډۍ پولیس كېس كښې تورونو ته د سزا وركولو سره د انصاف مثال قائم كړو۔ د سی پی او سید خالد همدانی وېنا وه چې د امريكائي چارواكو لخوا د پوليس او پراسیکیوشن خذمات اعتراف زمونږ لپاره درناوې دے او په سنګينو مقدمو كښې فعاله تفتيش د پوليس وړومبۍ پام لرنه ده۔










