پېښور ۔ 03 نومبر (اے پی پی) سید فخر جهان د اېكسائز، ټېكسېشن او نشه ايې توکو د مخ نيو صوبائي وزير په حېث چارج تر لاسه كړو۔ په دې موقع صوبايي وزیر فخر جهان د ګوند مشرتابه او د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي مننې كولو سره ووئيل په كابينه كښې بيا شاملېدل د ګوند د كاركنانو او د بونېر د خلکو لپاره د ویاړ خبره ده۔ …
سید فخر جهان د اېكسائز، ټيكسيشن او د نشه ايې توکو د مخ نيوي صوبائي وزير په حېث چارج واغست
پېښور ۔ 03 نومبر (اے پی پی) سید فخر جهان د اېكسائز، ټېكسېشن او نشه ايې توکو د مخ نيو صوبائي وزير په حېث چارج تر لاسه كړو۔ په دې موقع صوبايي وزیر فخر جهان د ګوند مشرتابه او د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي مننې كولو سره ووئيل په كابينه كښې بيا شاملېدل د ګوند د كاركنانو او د بونېر د خلکو لپاره د ویاړ خبره ده۔ ده ووئيل ما په تېر وزارت كښې هم كوم چې د لوبو او د ځوانانو د چارو ؤ د اولسي خذمت تسلسل په ځاے ساتلے ؤ او په نوي وزارت كښې به هم په هغه جذبه كار كوم۔ ده ووئيل زه به د اېکسائز، ټېكسېشن او مخدره توکو د مخ نيوي کنټرول څانګه د پرمختګ په لاره مخ په وړاندې بيايم۔ ده ووئيل د وزيراعلی په ما باور ما لپاره درناوې دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دےې ماته د نوو ذمه وارو په ښه ډول د ترسره كولو توفيق راكړي










