پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خيبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د حسن قرات په نړيواله مقابله كښې وړومبي پوزيشن ترلاسه كونكي قاري محمد ابوبکر د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي دي ۔ د ګورنر هاوس وياند لخوا د جاري بيان له مخې قاري و حافظ محمد ابوبکر ته د هېواد نامه په نړيواله كچه روښانه كولو پېرزوئنې وړاندې كولو ګورنر د قاري ډاډګيرنه وكره۔ …
د خيبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره قاري محمد ابوبکر وليدل
پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خيبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د حسن قرات په نړيواله مقابله كښې وړومبي پوزيشن ترلاسه كونكي قاري محمد ابوبکر د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي دي ۔ د ګورنر هاوس وياند لخوا د جاري بيان له مخې قاري و حافظ محمد ابوبکر ته د هېواد نامه په نړيواله كچه روښانه كولو پېرزوئنې وړاندې كولو ګورنر د قاري ډاډګيرنه وكره۔ ګورنر په دې موقع ووئيل د قاري ابوبکر په غوره كاركردګۍ به ده ته سول اېورډز وركولو لپاره وزيراعظم او اړوند چارواكو ته سفارش كولې شي۔ په دې موقع ګورنر قاري و حافظ ابوبکر ته هم تعارفي شيلډ وركړو۔ د يادونې وړ ده د پاكستان كوچني حافظ قرآن قاري محمد ابوبکر د دې نه علاوه په عراق كښې د حسن قرات په نړيواله مقابله او په نورو هېوادونو كښې هم په غوره كاركردګۍ ايوارډز ترلاسه كولو سره د قام او هېواد نامه روښانه كړې ده۔










