د شمالي وزيرستان ډي پي او په ګاډي د ترهګرو بزدلانه بريد، پنځه پوليس اهلكار ژوبل٬ په ځوابي كاروائۍ كښې يو شمېر ترهګر ووژل شول

پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستان ډي پي او وقار خان په ګاډي د ترهګرو د بزدلانه بريد په نتيجه كښې پنځه پوليس اهلكار ژوبل شوي او په ځوابي كاروائۍ كښې يو شمېر ترهګر وَژلي شوي دي ۔ د شمالي وزيرستان پوليس وياند له مخې ډي پي او د خپل سكواډ سره بنوں ته راروان ٶ چې په ميران شاه روډ ترهګرو په دوي د اتومېتك وسلې …

پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستان ډي پي او وقار خان په ګاډي د ترهګرو د بزدلانه بريد په نتيجه كښې پنځه پوليس اهلكار ژوبل شوي او په ځوابي كاروائۍ كښې يو شمېر ترهګر وَژلي شوي دي ۔ د شمالي وزيرستان پوليس وياند له مخې ډي پي او د خپل سكواډ سره بنوں ته راروان ٶ چې په ميران شاه روډ ترهګرو په دوي د اتومېتك وسلې د لارې بريد وكړو خو پوليس په مړانه او وظيفائي پوهې سره ځوابي كاروائي وكړه چې په نتيجه كښې يې د ترهګرو يو شمېر كسان مړه او نور وتښتېدل ۔ په پېښه كښې پنځه پوليس اهلكار ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي۔ د پېښې نه وروسته سيمه محاصره كولو سره د لټون عمليات پېل كړې شوي۔ د پېښې په اطلاع ترلاسه كېدو د بنوں ريجن ډي آئي جي سجاد خان موقعې ته د رسېدو سره د ډي پي او وقار خان سره د ژوبل شوو پوليس اهلكارو عيادت وكړٶ۔