سکردو 03 نومبر (اے پي پي) د سينټرل ايشيا ريجنل اکنامک کوآپريشن له مخې د سکردو په انټرنيشنل ايئرپورټ مهمه غونډه د اے پي اېس سينئر ايډيشنل ډائريکټر محمد فهيم يار خان، د پلاننګ اينډ ډيويلپمنټ ايډيشنل ډائريکټر اسامه خان او د سكردو چيف آپريټنګ آفيسر/ايئرپورټ منيجر شاهد عمران كوله۔ په غونډه كښې د بېلا بېلو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو چې پكښې د سکردو ډپټي کمشنر، د 62 بريګيډ …
په سکردو انټرنيشنل ايئرپورټ د سينټرل ايشيا ريجنل اکنامک کوآپريشن غونډه
سکردو 03 نومبر (اے پي پي) د سينټرل ايشيا ريجنل اکنامک کوآپريشن له مخې د سکردو په انټرنيشنل ايئرپورټ مهمه غونډه د اے پي اېس سينئر ايډيشنل ډائريکټر محمد فهيم يار خان، د پلاننګ اينډ ډيويلپمنټ ايډيشنل ډائريکټر اسامه خان او د سكردو چيف آپريټنګ آفيسر/ايئرپورټ منيجر شاهد عمران كوله۔ په غونډه كښې د بېلا بېلو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو چې پكښې د سکردو ډپټي کمشنر، د 62 بريګيډ کمانډر، د بلتستان ډي آئي جي ،د بلتستان ايګريکلچر ډائريکټر، د پي اے اېف بيس قدري بيس کمانډر، د شنګريلا ريزارټ چيئرمين نه علاوه د ائيرلائنز سټيشن مينيجرز، د ګراؤنډ هينډلنګ ايجنسو نمائندګانو، د سکردو چيمبر آف کامرس غړو او بزنس كميونټي شامل وه۔ د پاکستان ايئرپورټ اتھارټۍ لخوا د جاري بيان له مخې د غونډې بنيادي مقصد د سکردو ايئرپورټ د پيسنجر ټرمينل بلډنګ پراختيا منصوبې او د ايئر کارګو سيټ اپ جوړولو په اړه د اړوند شراكتدارو تجويزونه ترلاسه كول وو٬۔ ګډون كوٶنكو د پاکستان ايئرپورټس اتھارټۍ (پي اے اے) بلتستان ريجن د ضرورتونو تسليمولو د هلو ځلو ستائنه وكړه او د سباٶن پرمختيائي منصوبو لپاره يې د بشپړه مرسته باور وركړو۔











