د سي ټي ډي پوليس سټيشن پيښور په ګودام كښې چاؤدنه ٬ يو اهلكار شهيد دوه ژوبل

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د سي ټي ډي پوليس سټيشن پيښور په ګودام كښې په بارودي توكو كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې يو سی ټی ډی اهلکار شهيد او دوه نور ټپيان شول۔ د سي سي پي او پېښور له مخې ابتدائي رپورټ څخه دا معلومه شوې ده چې دا چاؤدنه د پوليس سټېشن په هغه كمره كښې شوې چرته چې بارودي موده پراته وو۔ …

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د سي ټي ډي پوليس سټيشن پيښور په ګودام كښې په بارودي توكو كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې يو سی ټی ډی اهلکار شهيد او دوه نور ټپيان شول۔ د سي سي پي او پېښور له مخې ابتدائي رپورټ څخه دا معلومه شوې ده چې دا چاؤدنه د پوليس سټېشن په هغه كمره كښې شوې چرته چې بارودي موده پراته وو۔ د چاؤدنې دلاسه اور ولګېد او نورو وسلو ته هم ورسېد چې ورسره نورې چاؤدنې هم وشوې۔ سی سی پی او پېښور ټول تورن لاك اپ څخه په محفوظه توګه بهر كړل۔ پېښې څخه وروستو پوليس سيمه محاصره كړه او بي ډي يو٬ رېسكيو او فائر برېګېډ ډلې موقعې ته ورسېدې۔ د پوليس له مخې دا پېښه د ترهګرۍ كومو وارداتو سره هېڅ تعلق نه لري۔