لاهور۔2نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې او سياسي چارو په شمول د هېواد په عمومي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د سوئيلي افريقا په ضد د ټي ټونټي سيريز په ګټلو محسن نقوي له …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر ملاقات ٬ په سياسي چارو او د هيواد په صورتحال د خيالاتو څرګندونه
لاهور۔2نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې او سياسي چارو په شمول د هېواد په عمومي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د سوئيلي افريقا په ضد د ټي ټونټي سيريز په ګټلو محسن نقوي له مباركي وركړه۔ ګورنر ووئيل ملي لوبډلې د سوئيلي افريقا په ضد د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره سيريز په خپل نوم كړو۔ په ملاقات كښې د پي پي پي پنجاب په چارو هم خبرې وشوې۔ ګورنر ووئيل چې د هېواد پرمختګ او استحكام له به په ګډه كار كول وي۔ په دې موقعه محسن نقوي ووئيل چې ټولو له به مثبت سوچ سره يو موټے كېدل وي۔ ده ووئيل نن چې يوالي ته څومره اړتيا ده دومره وړاندې نه وه۔ ده ووئيل قومي او عسكري مشرتابه د يووالي د لارې په هر يو محاذ كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔











