هنګو ٬ په دوآبه كښې په پوليس كاروان بريد ٬ د ايس ايچ او په شمول درې اهكار ژوبل

پېښور۔ 02 نومبر (اے پی پی) د هنګو په دوآبه سیمه کښې په پولیس په کاروان د ترسره شوي بريد نتيجه كښې د اېس اېچ او په ګډون درې چارواکي ټپیان شوي دي۔ د هنګو پولیس د وېنا له مخې په دوآبه کښې د پولیسو کاروان د آئي اي ډي بريد د لارې په نخښه كړے شو۔ پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې پولیس افسران د البرق کمانډو …

پېښور۔ 02 نومبر (اے پی پی) د هنګو په دوآبه سیمه کښې په پولیس په کاروان د ترسره شوي بريد نتيجه كښې د اېس اېچ او په ګډون درې چارواکي ټپیان شوي دي۔ د هنګو پولیس د وېنا له مخې په دوآبه کښې د پولیسو کاروان د آئي اي ډي بريد د لارې په نخښه كړے شو۔ پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې پولیس افسران د البرق کمانډو او ضلعي نفرۍ سره يو سرچ آپرېشن څخه بېرته راروان وو۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې د دوآبه پولیس سټېشن اېس اېچ او عمران الدین، آئی اېچ سي جهاد علي او ډي ایس بي اهلكار ژوبل شو۔ ټپي شوي چارواکي سمدلاسه د هنګو ډي اېچ کیو روغتون ته رسولې شوي دي۔ د ټولو اهلكارو حالت له خطر څخه بهر دے۔ پېښې څخه سمدستي وروستو د پولیسو یوه لویه ډله د پیښې ځای ته ورسیده ٬ سیمه یې محاصره کړه او د پلټنې عملیات يۍ پېل كړل۔ بلخوا ګرده ضلع كښې سېكورټي ھائي الرټ كړې شوې ده۔