د ګلګت بلتستان په 01 نومبر كال 1947 پاكستان سره الحاق زمونږ د تاريخ ځلنده باب دے: د سندھ ګورنر

کراچۍ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د ګلګت بلتستان پاكستان سره د الحاق ورځې په موقع په خپل خصوصي بيان كښې وئيلې دي چې د ګلګت بلتستان په 01 نومبر كال 1947 پاكستان سره الحاق زمونږ د تاريخ ځلنده باب دے۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ده وئويل چې د نومبر په لومړۍ نېټه د ګلګت …

کراچۍ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري د ګلګت بلتستان پاكستان سره د الحاق ورځې په موقع په خپل خصوصي بيان كښې وئيلې دي چې د ګلګت بلتستان په 01 نومبر كال 1947 پاكستان سره الحاق زمونږ د تاريخ ځلنده باب دے۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ده وئويل چې د نومبر په لومړۍ نېټه د ګلګت مېړنو فرزندانو ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كولو سره پاكستان سره الحاق وكړو۔ دا ورځ مونږ ته د يووالي ٬ قربانۍ او د آزادۍ جذبې پېغام راكوي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس پاكستان سره د مينې او پېوستون په زړه پورې مثال په ځاې كړے دے۔ ده ووئيل د خپلې ځانګړې موقعې او په زړه پورې چاپېريال له امله ګلګت بلتستان دفاعي ٬ كلتوري او سياحتي لحاظ سره زيات مهم دے۔