پیښور31 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي سره د المان سفير ايناروت لوئیز لیپل د جمعې په ورځ په پېښور وزيراعلٰی هاؤس كښې ملاقات كړے۔ ملاقات د تعارفي دورې په توګه شوے چې پكښې د المان سفارتخانې اسلام آباد فرسټ سيكرټري جان جيرالډ كراوسر هم موجود و۔په دې موقع د المان سفير وزيراعلٰی ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د شريكې خوښې په چارو يې د …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي سره د المان سفير ملاقات و
پیښور31 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي سره د المان سفير ايناروت لوئیز لیپل د جمعې په ورځ په پېښور وزيراعلٰی هاؤس كښې ملاقات كړے۔ ملاقات د تعارفي دورې په توګه شوے چې پكښې د المان سفارتخانې اسلام آباد فرسټ سيكرټري جان جيرالډ كراوسر هم موجود و۔په دې موقع د المان سفير وزيراعلٰی ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د شريكې خوښې په چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔هغه د خېبرپښتونخوا حكومت او المان ترمينځه د روانې مرستې بېلو څانګو ذكر كولو سره شريكې اړيكې لا مستحكمولو له خواهش څرګند ه وكړه۔وزيراعلٰی سهيل آفريدي د المان د خېبرپښتونخوا حكومت سره د شراكتدارۍ په تسلسل مننې كولو سره ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت اوږد مهاله پرمختيائي ټګلاره باندې عمل كوي او د كومې محور چې معاشي بحالي او اداره جاتي اصلاحات دي۔ده ووئيل د قدرتي آفتونو او سكيورټي چېلنجونو باوجود صوبائي حكومت د استقامت او اصلاحات د لارې به د پرمختګ سفر روان ساتي۔د ملاقات په اختتام د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی او د المان سفير شريكو اړيكو ودې او د خېبرپښتونخوا او المان ترمينځه پخوانۍ اړيكې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو











