په شمالي وزيرستان كښې دفعه 144 له مخې د اولس په تګ راتګ بنديز

پېښور 31اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا داخله او د قبائيلي چارو محكمې د شمالي وزيرستان ډپټي كمشنر له مخې د اولس د ځان او مال حفاظت٬احتياط او امن لپاره په مهمه سترې لاره د وړومبي نومبر (خالي ورځ) د سهار 5 بجو نه تر 2 نومبر 2025 ماښام 7 بجو پورې د رسم فوجداري دفعه 144 له مخې د اولس په نجي تګ راتګ بشپړ بنديز لګولے د كوم تعميل به …

پېښور 31اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا داخله او د قبائيلي چارو محكمې د شمالي وزيرستان ډپټي كمشنر له مخې د اولس د ځان او مال حفاظت٬احتياط او امن لپاره په مهمه سترې لاره د وړومبي نومبر (خالي ورځ) د سهار 5 بجو نه تر 2 نومبر 2025 ماښام 7 بجو پورې د رسم فوجداري دفعه 144 له مخې د اولس په نجي تګ راتګ بشپړ بنديز لګولے د كوم تعميل به چې په اولس او ټولو اړوندو ادارو لازم وي۔د محكمې لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس خبرول دي چې هغوي د پابندۍ حكم تعميل كولو سره د ذمه وار شهري ثبوت وركړي او ادارو سره مرسته كولو سره د كومې هم ناسازه پیښې څخه بچ كېدو لپاره خپل كردار ادا كړي۔د حكم تعميل نه كوونكو په ضد به د تعزيرات پاكستان دفعه 188 له مخې كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔د دې امر اعلان د داخله او قبائېلي چارو محكمې د شمالي وزيرستان ډپټي كمشنر په وساطت سره د شمالي وزيرستان شلعې اولس لپاره كړے دے۔