پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي سره ګورنر هاوس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند تر مخه ملاقات كښې په صوبه كښې په امن وامان او د اولس د خېر ښیګړې منصوبو بشمول د صوبې په ترقي وخوشحالۍ منصوبو خبرې وشوې۔ ملاقات كښې په این ایف سي ایوارډ كښې …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي ملاقات
پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي سره ګورنر هاوس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند تر مخه ملاقات كښې په صوبه كښې په امن وامان او د اولس د خېر ښیګړې منصوبو بشمول د صوبې په ترقي وخوشحالۍ منصوبو خبرې وشوې۔ ملاقات كښې په این ایف سي ایوارډ كښې د صوبې په حقونو هم مشاورت وشو ۔ملاقات كښې په ګده د وفاق نه د این ایف سي ایوارډ پشمول د صوبې حقونو لپاره په کردار ادا کولو هم اتفاق وكړے شو ۔په دې موقع ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل د صوبې او د خپل اولس حقونو لپاره په هر فورم د شريک غږ پورته كولو ضرورت دے، ده ووئېل په ګډه به صوبه ترقي كړې او امن لرونكې جوړوو۔











