پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د صوبائي وزيرانو د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي د صوبائي كابينې 10 غړو څخه سوګند واغست ۔ د صوبائي وزير په حېث سوګند پورته كوؤنكو كښې میناخان آفریدي ،ارشد ایوب خان، امجدعلی، آفتاب عالم آفریدي ، فضل شکور خان، خلیق الرحمن، ریاض خان، سید فخرجهان، عاقب …
په ګورنر هاؤس پيښور كښې د صوبائي وزيرانو د سوګند پورته كولو دستوره
پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د صوبائي وزيرانو د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي د صوبائي كابينې 10 غړو څخه سوګند واغست ۔ د صوبائي وزير په حېث سوګند پورته كوؤنكو كښې میناخان آفریدي ،ارشد ایوب خان، امجدعلی، آفتاب عالم آفریدي ، فضل شکور خان، خلیق الرحمن، ریاض خان، سید فخرجهان، عاقب اے خان او فېصل خان شامل دي ۔ ګورنر صوبائي وزيرانو له مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعلی اېم سهېل آفریدي ، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابرسلیم سواتي ،چیف سېکرټري شهاب علی شاہ، انسپکټر جنرل پولیس ذوالفقارحمید، د انتظامي محكمو مشرانو او يو شمېر سياسي او سماجي شخصيات ګډون وكړو











