وفاقي وزير انجينئر امير مقام د تحصيل بار كونسل بحرين دوره٬ د وكيلانو سره ملاقات

سوات 30 اكتوبر (اے پي پي)وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام د تحصيل بار كونسل بحرين دوره كړې ۔وفاقي وزير د دورې په مهال د وكيلانو ورورولۍ سره ملاقات وكړو چې پكښې د بار او سيمې په مسئلو تفصيلي خبرې وشوې د كومو د حل كولو چې يې باور وركړو۔وفاقي وزير ووئيل په تېر وخت كښې هم د وكيلانو ورورولۍ او سيمې بهترۍ او …

سوات 30 اكتوبر (اے پي پي)وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام د تحصيل بار كونسل بحرين دوره كړې ۔وفاقي وزير د دورې په مهال د وكيلانو ورورولۍ سره ملاقات وكړو چې پكښې د بار او سيمې په مسئلو تفصيلي خبرې وشوې د كومو د حل كولو چې يې باور وركړو۔وفاقي وزير ووئيل په تېر وخت كښې هم د وكيلانو ورورولۍ او سيمې بهترۍ او پرمختګ لپاره چې كوم څه ممكن شوي٬هغه شوي او راتلونكې كښې به هم خذمت لپاره هر ممكن هڅې روانې ساتو۔وفاقي وزير تحصيل بار لپاره د خاص ګرانټ اعلان هم وكړو ۔انجينئر امير مقام په راتګ وكيلانو او د سيمې مشرانو د هغه تود هركلے وكړو۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن)بره سوات صدر قيموس خان٬پخوانے ايم پي اے سردار خان٬د صوبائي اسمبلۍ پخوانے اميدوار جهانګير خان او د سيمې مشران هم موجود وو۔