د بلوچستان وزيراعلی په چلتن او بوليده كښې د هندي سپانسرډ ترهګرو په ضد په كاميابو كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

کوئټه۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی په چلتن او بوليده كښې د هندي سپانسرډ ترهګرو په ضد په كاميابو كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سي اېم هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې وزيراعلی میر سرفراز بګټي ووئيل چې فورسز د عزم استحكام وژن له مخې د ترهګرۍ په بشپړه توګه د ختمولو عملي ثبوت وړاندے كړے دے۔ ده ووئيل په …

کوئټه۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی په چلتن او بوليده كښې د هندي سپانسرډ ترهګرو په ضد په كاميابو كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سي اېم هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې وزيراعلی میر سرفراز بګټي ووئيل چې فورسز د عزم استحكام وژن له مخې د ترهګرۍ په بشپړه توګه د ختمولو عملي ثبوت وړاندے كړے دے۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې به د امن دښمنه عناصر ناپاكه ارادې كله هم كاميابې نه شي ولې چې اولس ٬حكومت او امنيتي ادارې په يو پېج دي او په صوبه كښې د تلپاتي امن په ځايې كولو عزم لري۔ ده ووئيل دښمن قوتونه په بلوچستان كښې د امن او پرمختګ په ضد سازشونو كښې بوخت دي مګر زمونږ د امنيتي ځواكونو حوصلې لوړې او نه كمزورې كېدونكي دي۔ وزیراعلیٰ ووئيل د بلوچستان حكومت او امنيتي ادارې د عزم استحكام جذبې لاندې د هېواد او قام تحفظ له هر ډول قربانۍ وركولو له چمتؤ دي۔ ده ووئيل دا اوسنۍ كاميابې كارروايۍ د دې خبرې ښكاره ثبوت دي چې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به ستړې روانې وي