ملتان۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) په ګرد هېواد كښی په كشمير د هند غېر قانوني قبضې په ضد توره ورځ لمانځلې شي۔ په ملتان كښې د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ لخوا يوه دستوره وشوه په كومه كښې چې د رېډيو پاكستان او پي آئي ډي ګڼ شمېر ملازمينو ګډون وكړو۔ د دستورې مقصد په كشمير كښې د هند ظالمانه څېره نړۍ ته ښودل وو۔ په دې موقع د ګډون كوونكو …
په ملتان كښې د پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ لخوا د تورې ورځې په مناسبت سره دستوره
ملتان۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) په ګرد هېواد كښی په كشمير د هند غېر قانوني قبضې په ضد توره ورځ لمانځلې شي۔ په ملتان كښې د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ لخوا يوه دستوره وشوه په كومه كښې چې د رېډيو پاكستان او پي آئي ډي ګڼ شمېر ملازمينو ګډون وكړو۔ د دستورې مقصد په كشمير كښې د هند ظالمانه څېره نړۍ ته ښودل وو۔ په دې موقع د ګډون كوونكو وېنا وه چې په كشميري اولس د كړي هر ظلم به حساب وركول وي۔ په دې موقع سټېشن ډائرېکټر رېډیو پاکستان جعفر بلوچ په خپلو خبرو كښې ووئيل د كشميري اولس د عزم او حوصلې داستان ډېر پخوانے دے۔ د ننۍ ورځې لمانځلو مقصد دا دے چې نړۍ ته دې د هند اصل څېره وښودلې شي۔ دا دې وښودلې شي چې هند د نړيوال قانون خلاف ورزي كولو سره په كشمير خپل تسلط قائم كړو۔ ده ووئيل پاكستان كشميري اولس سره ولاړ دے او ولاړ به وي۔ جعفر بلوچ زياته كړه چې پاكستان به په نړيوال كچه د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل رېډيو پاكستان هم په دې لړ كښې د خپلو خپرونو د لارې ګردې نړۍ ته د هندي ظلمونو په ضد پوهاوې وركوي۔ دستورې ته سینئر پروډیوسر نسرین فرید او نورو هم خطاب وكړو









