هند د تيرو اوو لسيزو راهسې د كشمير اولس بدترين رياستي ظلم او جبر سره مخ كړے: د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پيغام

پېښور ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي 27 اکتوبر 1947ء د کشمیر د تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده كله چې د هند پوځونه په جمو وكشمير ناجائزه قبضې لپاره سرينګر ته ننوتل او په تش لاسې كشميري اولس يۍ ظلم او جبر …

پېښور ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي 27 اکتوبر 1947ء د کشمیر د تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده كله چې د هند پوځونه په جمو وكشمير ناجائزه قبضې لپاره سرينګر ته ننوتل او په تش لاسې كشميري اولس يۍ ظلم او جبر پېل كړو كوم چې تر نن ورځې روان دے۔ ده ووئيل آزادي د كشميري اولس بنيادي حق دے او د دې ترلاسه كولو له په روانو ستړو كښې مونږ د هغوي ترڅنګ ولاړ يوو۔ وزيراعلی د بشري حقونو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وكړه چې هغه د هندي ظلمونو نوټس واخلي او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو كښې خپل فعاله كردار ترسره كړي ولې چې د منطقې تلپاتې استحكام د كشمير مسئلې حل سره تعلق لري ۔ د كشمير تورې ورځ په موقع خپل بيان كښې وزيراعلی د کشمیري اولس د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو عزم تكرار كړو۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی په حېث زه د صوبې د اولس او حكومت لخوا خپلو كشميريانو ورونړو ته د بشپړ ملاتړ باور وركوم۔ وزيراعلی د بشري حقونو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي كشميري اولس ته پخپله د خپل سباؤن د پرېكړې كولو حق وركړي او د ملګرو ملتونو په قراردادونو دې من وعن عمل درآمد باوري كړي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت او اولس خپلو كشميري ورونړو سره ولاړ دے او د دوي د آزادۍ تحريك به مرسته روانه ساتي

مزید خبریں