کوئټه 25 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل وئيلي چې انجينئرنګ او تعميرات سره تړون لرونكي ټول كسان د هېواد او قوم د تعمير او پرمختګ په كارونو كښې شپه ورځ بوښت دي۔د انجينئرنګ څانګه د هېواد او قوم تعمير او پرمختګ كښې خصوصي اهميت لري،مونږ د انجينئرانو او کنسټرکټرز پټ صلاحيتونه كارولو سره خپل روښانه سباؤن باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده کوئټه كښې د انسټيټيوټ …
انجينئرنګ او تعميرات سره تړون لرونكي ټول كسان د هېواد او قوم د تعمير او پرمختګ په كارونو كښې شپه ورځ بوښت دي۔ د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه 25 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنرجعفرخان مندوخيل وئيلي چې انجينئرنګ او تعميرات سره تړون لرونكي ټول كسان د هېواد او قوم د تعمير او پرمختګ په كارونو كښې شپه ورځ بوښت دي۔د انجينئرنګ څانګه د هېواد او قوم تعمير او پرمختګ كښې خصوصي اهميت لري،مونږ د انجينئرانو او کنسټرکټرز پټ صلاحيتونه كارولو سره خپل روښانه سباؤن باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده کوئټه كښې د انسټيټيوټ آف آرکيټيکټس پاکستان آرګنائزنګ کمېټۍ کوئټه چيپټر د اړخه درې ورځني کنفرنس او نندارتون پرانستې غونډي ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د آئي پيکس چيئرمين نصير عجازي، ډپټي چيئرمين سېف دوتاني، چيف انجينئر ډي ايچ اے احمد عزيز، فواد سهيل عباسي، او بيوټمز يونيورسټي انجينئرنګ څانګې چيئرمين نويد مروت پشمول د ټول هېواد انجينئران اينډ بلډرز ګڼ شمير كښې موجود وو۔ګډون كونكو ته خپله وينا كښې د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل ووئيل پاکستان كښې خپل اعليٰ تعميراتي معيارات او نوي كليو منصوبه بندۍ لپاره ډيفنس هاؤسنګ اتھارټي هم په زړه پورې مقام لري كوم چې ښارونو ته ښكلا وركوي۔ ډي ايچ اے کوئټه زر بشپرولو سره به دلته د انفراسټرکچر پرمختګ او په ځائې معيشت هم مثبت اثرات مرتب شي۔










