تر اوسه 6 لاكهه 25 زره 842 افغان وګړي د صوبې نه افغانستان ته ستانه شوي٬ داخله محكمه

پیښور۔ 22 اكتوبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نه غېر قانوني افغان وګړو هېواد ته د ستنېدو عمل روان دے ۔ د صوبائي داخله محكمې تر مخه تر اوسه 6 لاكهه 25 زره او 842 وګړي د صوبې نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي۔ د داخلې محكمې تر مخه 6 لاكهه 16 زره كسان د تورخم پولې د لارې هېواد ته ستانه شوي چې پكښې 5 لاكهه 94 زره …

پیښور۔ 22 اكتوبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نه غېر قانوني افغان وګړو هېواد ته د ستنېدو عمل روان دے ۔ د صوبائي داخله محكمې تر مخه تر اوسه 6 لاكهه 25 زره او 842 وګړي د صوبې نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي۔ د داخلې محكمې تر مخه 6 لاكهه 16 زره كسان د تورخم پولې د لارې هېواد ته ستانه شوي چې پكښې 5 لاكهه 94 زره نه زيات افغان كډوال په رضا كاره توګه تللي دي ۔ د شمېرو تر مخه 31 زره 474 وګړي د قانوني كاروائي نه پس ډي پورټ كړې شوي دي چې پكښې 9 زره 830 افغان سېټېزن كارډ لرونكې وو۔د داخله محكمې وېنا ده د افغان كډوالو دا لړۍ د ستمبر 2023 نه روانه ده او د عمل په منظم قانوني او امناك ډول تر سره كېږي