ګورنر فېصل كريم كنډي وزيراعليٰ ته صوبه كښې ګورننس او د امن و امان صورتحال كښې ښه والي لپاره د مرستې وړاندېز

پېښور 22 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وزيراعليٰ سهېل آفريدي ته په صوبه ګورننس او د امن و امان په صورتحال كښې ښه والي لپاره د بشپړه مرستې وړاندېز كړے دے ۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعليٰ ته هر ډول ممكن مرستې وركولو له چمتو يو دغسې چې صوبه د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمه كړې شي۔ ده زياته كړه …

پېښور 22 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وزيراعليٰ سهېل آفريدي ته په صوبه ګورننس او د امن و امان په صورتحال كښې ښه والي لپاره د بشپړه مرستې وړاندېز كړے دے ۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعليٰ ته هر ډول ممكن مرستې وركولو له چمتو يو دغسې چې صوبه د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمه كړې شي۔ ده زياته كړه چې كه وزيراعليٰ ګورنر هاؤس يا د اپوزيشن مرستې ته اړتيا لري نو ھغه به كولې شي۔ ده په صوبه كښې امن لپاره د وزيراعليٰ د جرګې جوړول خوشبينه ګرځولو سره ووئيل سهېل افريدي له پارلمان په اعتماد اغستو سره پارلماني جرګه جوړول پكار دي چې پكښې د اپوزيشن پشمول ټول سياسي ګوندونه شامل كړې شي۔ دې جرګې له د هرې ضلع دوره پكار ده دغسې چې د مسئلو ښه ادراك وكړې شي

مزید خبریں