سوات 19 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام په خېبر پښتونخوا كښې د اوړو روان بحران په اړه ووئيل دا معامله د ايپکس کمېټۍ په غونډه كښې پورته كړې شوي، مسئله به ډير زر حل كړې شي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د سوات سينئر خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د اوړو …
خېبر پښتونخوا كښې د اوړو بحران معامله د ايپکس کمېټۍ په غونډه كښې پورته كړې شوي۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام خبريالانو سره خبري اتري

مزید خبریں
سوات 19 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام په خېبر پښتونخوا كښې د اوړو روان بحران په اړه ووئيل دا معامله د ايپکس کمېټۍ په غونډه كښې پورته كړې شوي، مسئله به ډير زر حل كړې شي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د سوات سينئر خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د اوړو سپلائي بنديز افغانستان ته د اوړو د اسمګلنګ له امله پيدا شوے چې ورسره صوبه كښې كمې رامخې ته شوے۔ده ووئيل د عوامي نمائنده په حيثيت په اولسي مسئلو خاموش نه شم كېښناستلے او ما تير وخت كښې هم د اولس د حقونو خبره كړي،نن ئې هم كوم او سباؤن كښې به ئې هم كوم ۔ده ووئيل بايد صوبائي حکومت سرکاري ګودامونو كښې موجود غنم په سمدستي توګه ريليز کړي دغسې چې په بحران قابو وموندلې شي۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا حکومت له پكار دي چې سمدستي ګامونه پورته كړي دغسې چې اولس له ريليف وركړې شي۔










