اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات انټرنېشنل هولډنګ كمپنۍ او پاكستان حكومت ترمينځه د فرسټ ويمن بينك نجكارۍ لوظ نامه د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيكو ودې لپاره خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي شريكه پروژه د دواړو هېوادنو په ګټه ده٬جي ټي جي فريم ورك له مخې ترسره كېدونكې لوظ نامه د يو ښه سفر پېل دے٬نورې پروژې هم په پائپ لائن كښې …
د فرسټ ويمن بينك نجكاري د باران وړومبے څاڅكے دے٬جي ټو جي فريم ورك له مخې ترسره كېدونكې لوظ نامه د يو ښه سفر پيل دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف جي ټو جي فريم ورك له مخې د فرسټ ويمن بينك نجكارۍ په لوظ نامه د لاس ليكونو دستورې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات انټرنېشنل هولډنګ كمپنۍ او پاكستان حكومت ترمينځه د فرسټ ويمن بينك نجكارۍ لوظ نامه د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيكو ودې لپاره خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي شريكه پروژه د دواړو هېوادنو په ګټه ده٬جي ټي جي فريم ورك له مخې ترسره كېدونكې لوظ نامه د يو ښه سفر پېل دے٬نورې پروژې هم په پائپ لائن كښې دي ٬ كومې سركاري ملكيتي ادارې چې په فعاله طريقه سره كار نه كوي د هغو تنظيم نو به كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جي ټي جي فريم ورك له مخې د متحده عرب امارات انټرنېشنل هولډنګ كمپنۍ او پاكستان حكومت ترمينځه د فرسټ ويمن بينك نجكارۍ په لوظ نامه د لاس ليكونو دستورې ته خطاب كولو په مهال كړې۔په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار٬فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬ټو پوائنټ زيرو چيئرمين شيخ زيد بن همدان بن زيد النهيان٬وفاقي وزيران٬ د متحده عرب امارات پلاوي ٬ د پارليمان غړي او اعلٰی سركاري چارواكو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل شيخ زيد بن همدان ته پخپل دويم كور پاكستان كښې هركلے وائيو٬د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد زمونږ په زړونو كښې ډېر احترام دے٬د هغه زړه د پاكستان اولس لپارهخ درزيږي٬شيخ زيد بن سلطان النهيان هم د پاكستان رېښتونے او مخلص دوست ؤ ٬ هغه د پاكستان او پاكستان اولس سره ډيره مينه لري۔وزيراعظم ووئيل چ جي ټي جي فريم ورك له مخې د فرسټ ويمن بينك د نجكارۍ لوظ نامه د پاكستان معاشي پرمختګ٬شريكو پروژو او د تجارت ودې لپاره د يو اے اي صدر د مرستې څرګندونه ده۔فرسټ ويمن بينك نجكاري د باران وړومبے څاڅكے دے٬شريكه پروژه د دواړو هېوادونو په ګټه ده٬ دهووئېل د جي ټي جي فريم ورك له مخې ترسره كېدونكې لوظ نامه شريكو اقتصادي اړيكو قوي كولو٬بيلو څانګو كښې شريكو پروژو او سرمايه كارۍ لپاره د يو اوږد او ښه سفر پېل دے كوم څخه به چې دواړو هېوادونو ته ميوې ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل چې كله په مارچ 2024 كښې مونږ اقتدار سنبهال كړو ٬ په نجكارۍ تر ټولو وړومبې غور وكړے شو ٬په دې لړ كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير مرسته ترلاسه پاتې شوې٬د نجكارۍ كمېشن پخواني چيئرمېن عليم خان نه پس د نجكارۍ صلاحكار محمد علي هم په دې اړه ډېر كار كوي۔ده ووئيل فرسټ ويمن بينك د ميرمنو كاروباري شخصيات لپاره جوړ كړے شوے ؤ٬ دغسې چې هغوي آئي ټي٬شريكو پروژو او نورو څانګو كښې كار وكړې شي۔ده ووئيل دا بانك ترلاسه كوونكو لپاره زياتې موقعې شته ٬هغوي صنعت٬كركيلې او تجارت كښې خپل كاروبار ته وده وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل دا د دوه وروڼو هېوادونو ترمينځه د خوشحالۍ او پرمختګ د سفر پېل دے٬نورې پروژې هم په پائپ لائن كښې دي او غور پرې كېږي او راتلونكو وختونو كښې به دا ډول دستورې په كلونو كښې نه ورځو٬مياشتو او اونيو كښې وكتلې شي۔وزيراعظم ووئيل چ مونږ د خپلو سركاري ملكيتي ادارو تنظيم نو كول غواړو كومې چې په فعاله طريقې سره كار نه كوي٬ د پاكستان اولس سره زمونږ وعده ده چې مونږ به په دې اړه تنظيم نو كوو او نجي څانګه به كاروبار كوي٬كاروبار لپاره به آسانۍ وركوو خو حكومت به كاروبار نه كوي۔په دستوره كښې د متحده عرب امارات انټرنېشنل هولډنګ كمېنۍ سي اي او او ډائرېكتر سيد بصر شعيب او نشيتا موجود و۔











