خېبرپښتونخوا كښې ضمني بلدياتي ټاكنې به د اكتوبر په 19مه نيټه كيږي۔الېكشن كمېشن

پېښور 17اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا په 7 ضلعو كښې په 12 مختلف كيټګريز په خالي چوكو ضمني بلدياتي ټاكنې به د اكتوبر په 19مه نيټه كيږي۔د الېكشن كمېشن خېبرپښتونخوا لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې انتخابي كمپائن به په 17 اكتوبر د شپې ختم شي٬پولنګ به سهار 8 بجو پېل كېدو سره تر مازيګر 4 بجو روان وي۔ضمني بلدياتي ټاكنې به د 7 ضلعو په 12 خالي چوكو كيږي چې …

پېښور 17اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا په 7 ضلعو كښې په 12 مختلف كيټګريز په خالي چوكو ضمني بلدياتي ټاكنې به د اكتوبر په 19مه نيټه كيږي۔د الېكشن كمېشن خېبرپښتونخوا لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې انتخابي كمپائن به په 17 اكتوبر د شپې ختم شي٬پولنګ به سهار 8 بجو پېل كېدو سره تر مازيګر 4 بجو روان وي۔ضمني بلدياتي ټاكنې به د 7 ضلعو په 12 خالي چوكو كيږي چې پكښې جنرل٬ د ميرمنو٬مزدور كسان او ځوانانو لپاره خاص خالي چوكۍ شاملې دي ٬ چې په كومو ضلعو كښې ټاكنې كيږي په هغې كښې كوهاټ٬ډي آئي خان٬ايبټ آباد٬مانسهره٬ملاكنډ٬شانګله او برده دير شامل دې۔ د ضمني بلدياتي ټاكنو سپيځلتيا لپاره ټول انتظامات بشپړ كړې شوي ۔په مجموعي توګه 88٬ 359 كسان به خپلې رائے وركوي٬ ټول 66 پولنګ اسټېشنز او 201 پولنګ بوتھ جوړ كړے شوي٬ 23 پولنګ اسټېشن حساس او 5 پولنګ اسټېشن زيات حساس ګرځولې شوي٬په پولنګ اسټيشنز سكيورټي كيمرے لګولې كېږي

مزید خبریں