د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د علامه شاه اويس نوراني ملاقات٬مذهبي هغمږۍ٬روادارۍ٬ورورولۍ او د قامي اتحاد په وده د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د جمعيت علمائے پاكستان سېكرټري جنرل علامه شاه اويس نوراني اسلام آباد كښې ملاقات كړے چې پكښې د مذهبي همغږۍ٬روادارۍ٬ورورولۍ او په قامي اتحاد وده تفصيلي خبرې شوي دي۔په ملاقات كې په دې خبره اتفاق راغلو چې په هېواد كښې تل پاتي امن او سماجي همغږۍ لپاره به ټول مكاتب فكر له شريكه مرسته او مثبت كردار ادا …

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د جمعيت علمائے پاكستان سېكرټري جنرل علامه شاه اويس نوراني اسلام آباد كښې ملاقات كړے چې پكښې د مذهبي همغږۍ٬روادارۍ٬ورورولۍ او په قامي اتحاد وده تفصيلي خبرې شوي دي۔په ملاقات كې په دې خبره اتفاق راغلو چې په هېواد كښې تل پاتي امن او سماجي همغږۍ لپاره به ټول مكاتب فكر له شريكه مرسته او مثبت كردار ادا كول وي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واضحه كړه چې د كوم هم بې ګناه وګړي په ضد به كاروائي نه كېږي او كومه مدرسه به نه بندېږي خو شرخوښو او انتهاخوښو عناصرو مخ نيوې به كولې شي او قانون په لاس كښې اخستل يا د رياست په ضد د وسلې راغستلو اجازه به كله هم ورنه كړی شي۔محسن نقوي ووئيل د قائداعظم پاكستان كښې شرخوښۍ٬انتهاخوښۍ او انتشهار خپرونكو له كوم ګنجائش نتشه٬د داسې عناصرو په ضد سخته كاروائي كولې شي۔علامه شاه اويس نوراني په دې موقع ووئيل جمعيت علمائے پاكستان په هېواد كښې امن٬روادارۍ او د ورورولۍ ودې لپاره حكومت سره هر ممكنه مرسته كولې شي۔په ملاقات كښې په هېواد كښې د مذهبي روادارۍ او قامي يو والي ودې لپاره شريكو هڅو روانو ساتلو ته اتفاق وكړے شو

مزید خبریں